اخبار و حوادث هلمند خبرها

دهلمند ولايت امنیه قوماندانۍ وای: د لوي اختر شپو او ورځو په جريان کې دیرلس تنه غله نيولې. 

نوشته شده توسط مدیر سایت

خبرپاڼه
۱۳۹۸/۵/۲۴ نیټه

دهلمند ولايت امنیه قوماندانۍ جنايي پيښو پر وړاندي د مبارزې مدیریت کارمندانو لخوا د لوي اختر شپو او ورځو په جريان کې دیرلس تنه غله نيولې.

د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير سمونمل زمري خان حقبين وايي چي ياد (۱۳) تنه غله يې د لښکرګاه ښار په مختلفو سيمي کي د (۳) عرادي موټره ، (۲) عرادي موټرسیکله ، (۱) عدد شمسي هنداره ، (۱) عدد ډاینمو ، (۱) غوا ، (۱) بوزه او یو شمیر نغدي پیسو سره د غلا وو پر مهال .لاس په لاس نیول سوي

حقبين د لښکرګاه ښار ښاريانو ته ډاډ ورکړ چي د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پوليس شپه او ورځ زيار باسي ترڅو زموږ هيواد وال دامنيت په فضا کي خپلي ورځني چاري مخته يوسي
هغه دښار د اوسيدونکو څخه وغوښتل چې که په ښارکې دکومي جنايي پيښې سره مخ کيږي خپل اړوند حوزه په جريان کې کوي ترڅو پوليس په وخت او زمان اجراات وکړي او دا به د غلو په مخنيوي کې د پوليسو سره لاهم مرسته وکړي.

دهلمند امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر

درباره نویسنده

مدیر سایت