اخبار و حوادث هلمند خبرها دین، فرهنگ و جامعه

دوه هلمندي قاریان چي د هیواد په کچه يې لومړي مقامونه خپل کړې وه وستایل شوه.

نوشته شده توسط مدیر سایت

 

 

 

دوه هلمندي قاریان چي د هیواد په کچه يې لومړي مقامونه خپل کړې وه وستایل شوه.

ورځ:شنبه
۱۳۹۸/۸/۱۱

 

هغه غونډه چي دهلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ ګڼ شمېر دیني علماو ، قاریانو ، قومي مشرانو او او عامو ولسونو په کې ګډون کړی وو دوه قاریانو شوکت علي او میثم علي پکې وستایل شوه.
د هلمند د حج او اوقافو ریئس محمد داود مدقق د خبرو غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: قاري شوکت علي په هرات ولایت کي د هیواد په کچه د حسن قرائت سیالي جوړه شوې وه چي ده پکې لومړۍ مقام ګټلي، ددې ترڅنګ د نړیوالو قرائت سیالیو لپاره د هیواد په کچه د قاریانو د ټاکنې سیالۍ کي د هلمند بل قاري میثهم علي هم پکې لومړۍ مقام ګټلی.
دیني عالمانو او د غونډي ګډونوالو د قاریانو د ملاتړ ، ستایني او استعدادونو روزلو برخه کي هم خپلې غوښتنې وړاندې کړي او د ولایتي ادارې د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ددې ستاینغونډي پرمهال وویل: هغه کورنۍ چي خپل اولادونه دیني زده کړو ته هڅوي او په دې برخه کي يې ملاتړ کوي د ستاینې وړ دي شوکت علي او میثم علي د هلمند لپاره ویاړونه راوړي چي باید ستاینه يې وشي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال زیاته کړه: په ځانګړې ډول د قرانکریم د ښې زده کړي او قاریانو د هڅونې برخه کي به د هغوی ملاتړ کوي او د یوې منظمې ټولنې په رامنځ کولو سره به د هغوی ستونزو او غوښتونو ته به هم پر وخت رسېدنه وشي.
د هلمند والي ښاغلي یاسین خان په دې جوړه شوې غونډه کي دسولي پر ارزښت په دې برخه کي ددیني علماوو او قومي مشرانو پر رول هم هراړخیزي خبرې وکړي.

ښاغلي یاسین خان وویل: حکومت په هیواد کې ددایمي سولې راتلو لپاره پوره ژمنیتا لري او خپلو هڅو ته دوام ورکوي خو دامدارې سولې راتلو لپاره ددیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون هم اړین دی چي په سیمه ایزه کچه خپلې هڅې وکړي ترڅو دلته نور ورور وژنه پای ومومي او خلک پر ارامه خپل ژوند وکړي له جګړو او وژنو پاکه ټولنه ولرو.
دغونډي په ورستیو کې یادو دوه تنه قاریانو ته ستاینلیکونه او د هلمند والي ښاغلي یاسین خان له لوري نغدي ډالۍ هم ورکول شوي.

ددیني عالمانو او قومي مشرانو له لوري د هلمند والي ښاغلي یاسین خان او د حج اوقافو ریئس ته د هغوی د ښو خدمتونو په پار د ویاړ بګړۍ هم ور پرسر کړې.

سرچینه: د هلمند ولایت رسنیز دفتر

درباره نویسنده

مدیر سایت

پیام بگذارید