اخبار و حوادث هلمند خبرها

د ۲۱۵ ميوند قول اردو نوي قوماندان برید جنرال ذبیح الله مهمند په خپله دنده پيل وکړ

نوشته شده توسط مدیر سایت

خبرپاڼه
۱۳۹۸/۴/۱۰ نیټه

 

 

د ملي دفاع وزارت په وړانديز او د جمهور رئيس په حکم بريد جنرال ذبيح الله مهمند د (۲۱۵) ميوند قول اردو قوماندان په توګه تر ګومارل کيدو وروسته نن په رسمي توګه خپله دنده پيل کړه.

د نوموړي معریفت غونډه کې د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي او یو شمیر نورو نظامي مسولینو ترڅنګ د هلمند ولایت ښاغلي والي او ملي دفاع وزارت د ستر درستيز لومړي مرستيال هم ګډون درلود.
د ستر درستيز لمړي مرستيال د ميوند قول اردو قوماندان په توګه د تورنجنرال عبدالهادي ترين ترسره سوي فعاليتونه او هلې ځلې او د ګډو ځواکونو عملیاتو برخه کې پرمختګونه وستايل.

هغه نوي قوماندان جنرال ذبيخ الله مهمند يو مسلکي افسر ياد کړ او وي ويل چې نوموړې د هلمند ولايت عملیاتي برخو کې پوره تجربه لري
د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندی یاده معریفت غونډه کې د مخکني قول اردو قوماندان جنرال ترين لاسته راوړني او د پولیسو برخه کې ښه هماهنګي وستایل او زياته يې کړه چي په هلمند کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاښه هماهنګي به نور هم وسله وال ترهګر له منځه یو سي امنیتي ساحي به پراخي سي او زموږ د هلمند عامو وګړو ته به د ډاډ من امنیت په فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره سي.

امنیه قوماندان د ميوند قول اردو نوي قوماندان جنرال ذبيح الله مهمند ته هم د کلکې همږغۍ او همکارۍ ډاډ ور کړ او زیاته یي کړه چې په ګډه به د هلمند ولس ته د ډاډ من امنیت رامنځته کولو کې د وسله والو ترهګرو پر ضد عملیات کوي.

د (۲۱۵) ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ذبيح الله مهمند د خپلو څرګندونو پر مهال سرتيرو ته په لمړنيو کرښو کې د هراړخيزې همکاری ترڅنګ د فساد پر ضد جدي مبارزې د غوره امنيتي پلانو عملي کول او له ولسونو سره د ښو اړيکو ساتلو ژمنه کړه.
د ميوند قول اردو مخکني او د (۲۰۱) قول اردو اوسني قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين بيا په هلمند کې وروستي امنيتي پرمختګونه د سالمې رهبرۍ او ګډ کار کولو پایله ياده کړه او هم يې له هلمندولایت ولسونو څخه مننه وکړه چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يې تل همکاري کړي.

د غونډې په پای کې د هلمند والي او د نظامي شورا غړو لخوا جنرال ترين ته ستاينليکونه او ګڼ شمير نورې ډالۍ ورکړل سوې او پر هم دي مهال نوي قوماندان پر خپلي څوکۍ کښینول سو.

سرچینه: د هلمند امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر

درباره نویسنده

مدیر سایت