اخبار و حوادث هلمند خبرها

ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې عملیات کړي

نوشته شده توسط مدیر سایت

 

خبر

تاریخ انتشار: ۱۳۹۸/۵/۸

 

ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې عملیات کړي

 

هلمند- افغانستان: د ۲۱۵ میوند قول اردو پلي جزوتامونو د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ د هلمند ولایت په سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي، چې تردې مهاله يې د سنګین ولسوالۍ په امان الله کاریز سیمه کې د وسله والو لخوا ځای پر ځای شوي، (۱۲)کړۍ مختلف ډوله ماینونه کشف او چاودنې ورکړي. (۱۰)ترکش، (۶۰) متره خندق او (۱۰) د دښمن موضع يې له منځه وړي دي.

 

او د ګرشک ولسوالۍ اړوند لمړۍ نمبر شاهراه ته نږدې سیمو کې افغان ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو (۵)پټنځایونه د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ویجاړ کړي او دری کیلومټره سیمه د وسله والو طالبانو له تحرکاتو څخه پاکه شوه.

همدارنګه ملي اردو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ اړوند ماتکي دښته کې چاڼیز عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې (۱۱)تیرکش، (۵)پټنځایونه او څلور کیلومټره سیمه د دښمن له شتون څخه پاکه شوي ده.

 

سرچینه: د۲۱۵ میوند قول اردو رسنیز دفتر

 

درباره نویسنده

مدیر سایت