اخبار و حوادث هلمند خبرها

هلمند والي: امنيتي او کشفي ادارې دې د هدفي وژنو، غلاو او هوايي ډزو جداً مخنيوی وکړي

نوشته شده توسط مدیر سایت

ورځ يکشنبه
۱۳۹۸/۸/۵

د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسین خان په مشرۍ فوق العاده نظامي شورا ناسته کې د ښار امنيتي وضعيت، روان عملياتونه او راتلوونکي امنيتي پلانونه په هر اړخيزه توګه و ارزول شول او د لا ښه والي لپاره يې پرېکړې وشوې.
دغه غونډه چې د ولايت مقام کې نيول شوې وه، پکې مرستيال والي مجاهدالله صفاري، امنيه قوماندان احسام الدين هلمندي، د ملي امنيت رئيس انجينر طاوس خان، د عامه نظم او سرحدي لوا درستيزوالانو، د استناف، عسکري او عامه امنيت څارنواليو مسولينو، د ولايتي شورا مرستيال او نورو امنيتي منسوبينو ګډون درلود.

د نظامي شورا ننۍ ناسته کې په لښکرګاه ښار کې د هدفي وژنو، غلاو، خوښيو کې د هوايي ډزو او نورو جنايي جرمونو مخنيوي په باب مفصلې خبرې او پرېکړې وشوې.
امنيتي او کشفي مسولينو د وروستيو پېښو په باب د ترسره شويو اجراتو راپور وړاندې کړ او زياته يې کړه، چې د استناف څارنوالۍ د يوه څارنوال د وژنې سربېره د يو شمېر هدفي وژنو عاملین نيول شوي، د تېرې مياشتې په لړ کې لسګونه غله نيول شوي او دغه راز د نورو جنايي پيښو مخنيوي لپاره يې هم هلې ځلې روانې دي.

هلمند والي که څه هم د امنيتي او کشفي ارګانونو هغه لاسته راوړنې چې په نهرسراج سيمه کې يې بريالي او ځواکمن عمليات ترسره او د نېږدې ۱۴ کلونو وروسته نوموړې سيمه له دښمن پاکه کړه ، وستايلې، خو د ښار په اړه يې ټينګار وکړ، چې په هيڅ توګه نور د هدفي وژنو، غلاو، تورو ښيښو او هوايی ډزو پېښې او عاملين د بخښلو وړ نه دي او اړوند بنسټونه بايد په جدي توګه د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.
غونډه کې د ښار د امنيت لا ډاډمنتيا او د پېښو مخنيوي لپاره لاندې پرېکړې وشوې.

• د ترورستي او ورته نورو پېښو مخنيوي او د ولسونو د امنيت لا ټينګښت لپاره پر موټر سايکل د دوه کسانو پر تګ راتګ بنديز ولګېد، خو ښځې او ماشومان له دې پرېکړې وتلې دي.
• د ترورستي ګروپونو جدي مخنيوي لپاره هڅې لا ګړندۍ او کشفي ادارې دنده لري، چې ټول مشکوک کسان ونيسي.
• له جواز پرته د وسلو ګرځوونکي او ياهم غېر مسول وسله وال بايد ونيول شي او قانوني چلند ورسره

درباره نویسنده

مدیر سایت

پیام بگذارید